ښاغلي کرزي نن( دوشنبه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « یو لامل چې تراوسه سولې ته نه یو رسیدلي دادی چې طالبان او د جمهوریت لوری باید د دغه پروسې د ملي کیدو په موخه هڅه وکړي، ترجګړه پای ته ورسیږي.
پخوانی ولسمشرحامد کزی وایي د سولې بهیر باید د بهرنیانو له پروژوي حالت بهر او په یوه ملي پروسه بدله شي.
ښاغلي کرزي نن( دوشنبه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « یو لامل چې تراوسه سولې ته نه یو رسیدلي دادی چې طالبان او د جمهوریت لوری باید د دغه پروسې د ملي کیدو په موخه هڅه وکړي، ترجګړه پای ته ورسیږي.
نوموړي د سولې په تړاو په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل د سولې له بهیر بهرنیانو ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده، خو افغان لورو ته په کار ده چې دغه بهیر پر یوه ملي پروسه بدل کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بهرنیان افغانستان ته سوله نه راولي او دوی ټول خپلې ګټې لري، نو دا د افغانانو کار او مسوولیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې خپلې ګټې وپالي او خپل هېواد ته سوله راولي.
په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار داکتر رنګین دادفر سپنتا وویل چې هغه څه چې د افغانستان د سولې بهیر په نامه نومول شوی، په حقیقت کې یو زیانمن شوی بهیر دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له « سازش» وروسته پيل شوی دی.
ښاغلي سپنتا وویل چې د دغه « سازش» ټولې خواووې لاهم د افغانستان له خلکو او حتی د دولت له رهبرۍ پټ ساتل شوی دی.
حامد کرزي له څه مودې چوپتیا وروسته په داسې حال کې د سولې بهیر په اړه دا څرګندونې کوي چې له څه مودې را په دیخوا د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22647